Show notes
د مسيح په وخت کښې زمکه په ګليل، سامريه او يهوديه کښې تقسيمه شوې وه او روميانو په دې قبضه کړې وه. عيسىٰ مسيح په بيتلحم کښې پېدا شوے وو، (او په ګليل کښې اوسېدو)، او بيا په يروشلم کښې په سولۍ کړے شو. د دې هر څۀ فرمان روميانو جارى کړے وو او د دې پېشنګوئ ډېره مخکې شوې وه.

