د تل ژوندون
د تل ژوندون
Pashto Radio
مالِک عيسىٰ مسيح فرمائ "زۀ دې له راغلے يم چې خلق ژوندون حاصل کړى او په مکمل ډول پُرسکونه وى". د پروګرامونو دا سلسله په داسې ډول تياره شوې ده چې د هغه خلقو مرسته وکړى کوم چې د مسيحى ايمان لټون کوى او نوى ايمانداران د خُدائ پاک د بچو په توګه ژوند تېر کړى. په هر موضوع باندې دوه قسطونه په تفصيل سره بيان شوى دى. The Lord Jesus Christ said "I came that they may have life and have it abundantly." This series is designed to explain the Christian faith to seekers and new believers in order to help them live as children of God. Double episodes covering each topic in detail.
Abundant Light Course, Revision Part 2
دا څلور کتابونه د عيسىٰ مسيح د ژوند، د هغۀ د مرګ او د بيا راژوندى کېدو په حقله دى. په دې ټولو سبقونو کښې د کتابِ مقدس د لوستنې دپاره د نوې عهدنامې خاص خاص خبرې په مختصر توګه بيان شوى دى. د رويا کتاب د خُدائ پاک قيصې سره ختميږى چې پکښې وئيلے شوى دى چې هغه د خپلو خلقو مل دے.
Apr 11, 2022
30 min
Abundant Light Course, Revision Part 1
د خُدائ پاک کلام د سرو زَرو نه هم قيمتى دے او د شاتو نه خوږ او خالص روحانى پئ دى. دا د ډيوې په شان لارښودنه کوى، لکه د تورې جنګ کوى، او د خُدائ پاک له خوا نه د مينې يو خط دے. دا د اعتبار قابل دے څنګه چې مونږ په پينځو ثبوتونو کښې وليدل. د زړې عهدنامې په حقله د دې ټولو سبقونو خاص نقطو خلاصه په دې کښې ښودلے شوې ده.
Apr 11, 2022
30 min
The book of Revelation (Part 02)
د دانيال کتاب او د يوحنا رويا تقريباً يو شان خبرې بيانوى، په دې کښې د ډېرو تباهو او جنګونو، د بادشاهتونو او تختونو قائمېدو او راغورزېدو ذکر شوے دے خو بيا هم هر څۀ د خُدائ پاک په اختيار کښې وى. په دې کښې زمرے او ګډورے ګورو، څنګه چې د تاريخ ختمېدو او په بدئ باندې د خُدائ پاک غالب راتلل دى.
Apr 11, 2022
30 min
The book of Revelation (Part 01)
د کتابِ مقدس آخرى کتاب ته د پېشنګويئ کتاب وائى او دا د يوحنا رويا بيانوى او د دې شروع د مسيح د رويا نه کيږى. دا کتاب ټول د نښو نه ډک دے. د اُوو جماعتونو، بيا د آسمان، او د خُدائ پاک او اِبليس تر مينځه د جنګ ذکر او وضاحت پکښې شوے دے. د رويا کتاب د هغه ايماندارو ډېر خوښ دے کوم چې د تکليف نه تېريږى.
Apr 11, 2022
30 min
The Letter to The Philippians
د صحيفې نه د يو آيت مطالعه کولو دپاره، لکه څنګه چې مونږ د فيليپيانو ١ : ١ پورې ګورو، مونږ په دې کښې داسې کولے شو: چې دا ياد کړو، د دې په لفظونو باندې غور وکړو، "لکه مقدس"، او دا دې په خپلو الفاظو کښې وليکو او په دې باندې دې غور وکړو او د دې په حقله سوالونه وکړو. څۀ خلق خاص آيتونو په نښه کوى. په دې کښې د بيا بيا وئيلى شوى ټکو يا د جملو لټون وکړئ.
Apr 11, 2022
30 min
The Letters to Churches & Individuals
پولس رسول به ګرځېدو او جماعتونه به يې قائمول. وروستو هغۀ يو څو جماعتونو او څۀ کسانو ته خطونه ولېږل او هغوئ سره يې خپل علم، تعليم او د هغې عمل په حقله شريک کړل. عام يا اولسى خطونه يا نور رسولان د پولس رسول پېروى کوى. دا ټول خطونه د يو مسيحى په ژوند کښې ښۀ لار ښودنه کوى.
Apr 11, 2022
30 min
The Acts of The Apostles 2 (Part 2)
د عيسىٰ مسيح د مرګ نه پس مورېدان ډېر ويېرېدل، خو د فسحې اختر نه پس هغوئ د مسيح تعليم په زړَورتيا سره شروع کړو، تر دې چې په مشر اِمامانو يې د مسيح د مرګ وعوىٰ هم وکړه. روحُ القدس د فيليپوس لار ښودنه وکړه چې د ايتهوپيا يو خاص کس سره ملاو شى چا چې د خُدائ پاک دپاره ډېره لوږه لرله.
Apr 11, 2022
30 min
The Acts of The Apostles 1 (Part 1)
د اعمال کتاب د نوى عهدنامې پينځم کتاب دے، يو داسې تاريخ چې څنګه روحُ القدس رسولانو له د مسيح ګواهانو، نښو او د معجزو سره د پېغام شريکولو طاقت ورکړو. مونږ ته هم د روحُ القدس معمورتيا پکار ده چې په ښۀ طريقې سره د مسيح پېغام نورو سره شريک کړو.
Apr 11, 2022
30 min
The Four Gospels (Part 02)
د عيسىٰ مسيح خدمت خلقو له شفا ورکول، د کلام وعظ او په خاص توګه د خُدائ د بادشاهت تعليم ورکول وُو کوم چې د هغۀ د خلقو په زړۀ او ژوندون کښې دى. د هغۀ په تکليفونو کښې د هغۀ سپکاوے، رد کېدل، ظُلم او په سولۍ کېدل شامل وُو. ځکه چې هغۀ ځان قربان کړو او خُدائ پاک عيسىٰ مسيح له د ټولو نه اوچته مرتبه ورکړه او عيسىٰ مسيح به بيا د پوره جلال سره د مالِک خُدائ په توګه راځى.
Apr 11, 2022
30 min
The Four Gospels (Part 01)
د کتابِ مقدس معنى ښۀ زېرے دے. متى، مرقوس، لوقا او يوحنا د عيسىٰ مسيح د ژوند په حقله مختلفې واقعې بيانوى. متى عيسىٰ مسيح د بادشاه په توګه منى او هغۀ ته د داؤد بادشاه زوئ وائى. د ستورو عِلم لرونکو هغۀ ته د يهوديانو بادشاه ووئيل او د هېروديس اُستاذانو ورته مسيح يا د خُدائ بادشاه ووئيل. عيسىٰ مسيح خپل ځان د "بنى آدم زوئ" وبللو او خلقو له يې شفا او تعليم ورکړو او د خلقو خدمت يې وکړو.
Apr 11, 2022
30 min
Load more